خبرونهښوونه او روزنه

په جوزجان کې د يوې مدرسي د جوړولو کار پيل شو

کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

د افغانستان د مجمع المدارس د شمال زون رييس مفتي عبدالحفيظ قرشي د (منبع الجهاد روحانيه) مدرسې د جوړولو کار د شبرغان ښار په خراسان ښارګوټي کې پرانیست.

ويل کيږي دغه مدرسه د منبع الجهاد روحانيه مدرسې مسوول  مولوي محمد ياسين روحاني په شخصي لګښت او د جوزجان د خلکو او خيرغوښتونکو کسانو په لګښت د ١٦٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  د جوزجان، بلخ ، سرپل او فارياب  د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د جوزجان د دولتي ادارو د رييسانو په ګډون  جوړه شوې وه  د شبرغان ښار  د منبع الجهاد روحانيه مدرسې مسوول مولوي محمد ياسين روحاني وويل چې ياده مدرسه  په يو نيم جريبه ځمکه کې په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په دريو کلونو کې جوړېږي.

هغه وويل چې د مدرسې په ودانۍ کې  ٤٥ درسي او اداري خونې، يو جومات، د برېښنا سيستم او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي چې په جوړولو سره يې  دنجونو او هلکانو په ګډون ٥ سوه طالب العلمانو ته دښه او معياري زده کړو  زمينه برابرېږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته