امنیت

په جوزجان کې د يوه جومات ملا امام د جنسي تيري په ګومان ونيول شو

شبرغان  باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د جوزجان ولايت پوليسو نن د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې د يوه  جومات ملا امام  په يوه ١١ کلن ماشوم د جنسي تيري په تور ونيوه.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني باخترآژانس ته  وويل چې دغه ملا امام پرون دپوليسو له  خوا د آقچې ولسوالۍ په جزه کلي کې هغه وخت ونيول شو چې په يوه ماشوم چې له دووکلونو را په دې خوا چې له ده څخه ديني مسئلې زده کولې، جنسي تيرى وکړ.
د سيمې يوه اوسيدونکي وويل چې دغه شان مفاسد په دغه ځاى کې زيات دي   خو له يوشمېر زورځواکو سره د اړيکو د لرلو په دليل څوک نشي کولاى د دغه شان عملونو مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته