امنیت

په جوزجان کې د طالبانو څلويښت بمونه او ماينونه شنډ شول.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
امنيتي ځواکونه وايي چې نن يې په جوزجان ولايت کې د طالبانو له خوا په لسګونه ايښودل شوى بمونه او ماينونه يې شنډ کړي دي .
ددغو پوځيانو دڅرګندونو له مخې، طالبانو غوښتل ددغو بمونو او ماينونو په ايښودلو سره غوښتل ملکي وګړوته دانتخاباتو د دويم پړاو  دترسره کولو په ورځ خونړۍ ترورستي پيښو ته سازمان ورکړي خو بريالي نه شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې له نن سهار څخه دڅلوروبجو ترشاوخوا پورې څه ناڅه څلويښت بمونه او ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دقرقين ،مورديانو،فيض آباد او دقوش تيپې په ولسواليو کې د رايې ورکولو مرکزونو ته په غزيدلولارو ځاى پرځاى شوې و په خپل وخت دپوځيانو له خوا کشف او شنډ کړى شول.
ددغو امنيتي مسولينو دڅرګندونو له مخې، په جوزجان کې دانتخاباتو د ترسره کولو بهير د طالبانو له خوا دتوغنديو او دهاوان دماينونو له توغولو سره يوځاى و خو د سرزيان يې نه دى اړولې دافغانستان دجمهوري رياست دويم پړاو نن دخلکو په پراخ ګډون سره ترسره شو.
طالبانو ګواښ کړى و چې دانتخاباتو بهير ګډوډوي خو دامنيتي مقاماتو له خوا دنيول شويو تدبيرونو سره د طالبانو دغه ادعا ناکامه شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته