امنیت

په جوزجان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

٣٠- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل: يوه ډله وسله وال طالبان د فيض اباد ولسوالۍ د کوکلداش د کلي پر امنيتي پوستې بريد وکړ چې د پوستې د ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او په پايله کې ٣ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې جګړه کې د پوليسو ٢ سرتيري برسيرن تپيان شوي دي.
ويل کېږي د دښمن يوه اندازه وسلې او ٤ موترسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته