امنیت

په جوزجان کې د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان له شپږو تنو افرادو سره شهيد شو

کابل باختر د کب اوومه :
په جوزجان ولايت کې د يرغلګرو طالبانو په بريدکې د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان له شپږو تنو افرادو سره شهيد شو .
شاه محمد پرون د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته په درزاب ولسوالۍ کې د خپل قرارګاه په لور روان و چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال رحمت الله ترکستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې قوماندان شاه محمد له شپږو تنو افرادو سره شهيد شو او څلور تنه نور پوليسان ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان د دغه بريد عامل وباله او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
ويل کيږي په دې بريدکې وسله والو طالبانو ته د سر زيان هم اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته