ټولنه

په جوزجان کې د سلګونو پروژو د جوړولو کار ژر بشپړېږي

کابل / د ليندۍ١٠مه/ باختر
په جوزجان کې پر ٣٢٢ کرنيزو پروژو کار په چټکۍ سره دوام لري.
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس باختراژانس ته وويل: دغه پروژې په جوزجان کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت پروګرام له لارې په لاره اچول شوي چې ډېر ژربه بشپړې شي.
ده زياته کړه په يادو پروژو کې د ١٥٠ مميزخونې، د پيازو١٤٠ زيرمې، د پټاټو ٣٠ زيرمې او د تازه ميوو د ساتنې د دوو سړو خونو جوړول شامل دي.
دغه پروژې د څه د پاسه ١٥٥ ميليونو افغانيو په لګښت د جوزحان د ښار او ولسواليو په کچه تطبيقېږي.
ويل کېږي د دغو پروژو کاريو څه پاى ته رسيدلى دى او ټاکل شوې ده پاتې کار يې هم بشپړ شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته