په جوزجان کې د داعش د سيمه يېزې ډلې مشر ووژل شو.
کابل باختر د وري اتلسمه :
د داعش د ډلې مشر قاري حکمت په جوزجان ولايت کې دجمعې په شپه دافغان پوځيانو په هوايي بريد کې د دغه ولايت په درز اب ولسوالۍ کې ووژل شول .
د جوزجان د درز اب ولسوال دباختراژانس خبريال ته وويل چې د دغه بريد له امله قاري حکمت له يو همکار سره يوځاى ووژل شو.