امنیت

په جوزجان کې د داعش دډلې ددريو تنو غړو نيول کيدل

کابل باختر دليندي پنځمه :
دداعش دډلې  دوه تنه کليدي  غړي په جوزجان  ولايت کې ونيول شول .
  دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري باختراژانس ته وويل چې دداعش  دډلې  دوه تنه مهم غړي هغه وخت  ونيول شول چې غوښتل يې دشبرغان له ښار څخه دسمنګانو او بغلان ولايتونو ته لاړ شي .
ده زياته کړه چې نيول شوي کسان دسمنګانو اوبغلان دولايتونو اوسيدونکي دي چې له افغان پوځيانو سره په نښتوسربيره په ورانکارو اوجنايي جرمونو په فعاليتونو کې هم لاس درلود .
دغه راز دجوزجان دوالي وياندوويل چې دشبرغان ښاري ګارنيزيون دسلمان په نوم دداعش دډلې  يو بل مهم غړى چې دپاکستان تبعه و له څو نومونوڅخه په استفادې سره په جوزجان ولايت کې په ورانکارو فعاليتونو کې لاس درلود هم نيول شوى دى .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته