۲۹- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د جوزجان سلګونو اوسېدونکو نن په يوه غونډه کې د جمهوري نظام او پوځيانو له کړو وړو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د دغه ولايت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه؛ يو شمېر ديني عالمانو، د دولتي ادارو مسوولینو او د امنيتي او دفاعي ځواکونو استازو او د مدني ټولنې غړو ګډون کړى و.
د حج او اوقافو رييس عبدالرحيم اسلام يار د عظیم الشان قرآن د آياتو او د نبوي احاديثو پر بنسټ جمهوري نظام يو جامع ، مشروع، قانوني او اسلامي نظام وباله او د دغه ولايت د ديني عالمانو په استازيتوب يې د جمهوري نظام او د پوځيانو د لاسته راوړنو ملاتړ يې وکړ.
په دې غونډه کې ديني عالمانو د جګړې په ډګر کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميړاني او سرښندنو په اړوند خبرې وکړې.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د جوزجان له ديني عالمانو او ښاريانو څخه د افغان پوځيانو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د هېواد، خاورې او عزت دفاع د افغانستان د هر وګړي ايماني او وجداني دنده ده.
ويل کېږي هره مياشت په جوزجان کې ديني عالمان د خلکو ترمنځ د جمهوري نظام او پوځيانو په اړه غونډې جوړوي.
پاى \ ذ
3 1 دقیقه لوستل