په جوزجان کې دڅلورو تنو يرغلګرو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په جوزجان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په دې نښته کې دملي اردو يوسرتيرى شهيد شو .
دشبرغان _  سرپل په لويه لاره کې جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په جوزجان ولايت کې دملي اردو يوقوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې  دملي اردو ديوه سرتيري  شهادت هم تاييد کړ .
ويل کيږي چې ددغې جګړې په پاى کې ديرغلګرو څو جنګي وسايل  هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته