امنیت

په جوزجان کې دوه سوه تنه داعشيان دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر د زمري لسمه : دافغانستان په شمال کې دداعش دډلې مشر او دهغه مرستيال ددغې ډلې له لسګونو تنو غړو سره پرون په جوزجان ولايت کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شول . په شمال زون کې دپوليسو مقامات وايي چې په جوزجان ولايت کې د داعش دډلې مشر او دهغه مرستيال ددغې ډلې له لسګونو تنو غړو سره له دولت سره يوځاى شول . باختراژانس دکوماندو ځواکونو دمطبوعاتي دفتر دمسوول احمدجاويد سليم له خولې خبر راکړ ، دوه سوه تنه داعشيان دهغوى دمشر مولوي حبيب الله او دمفتي نعمت الله په مشرۍ له خپلو پوځي تجهيزاتو سره دجوزجان ولايت په درز اب ولسوالۍ کې دسولې له بهير سره يوځاى شول . پرون هم پنځه ويشت تنه داعشيان له دولت سره يوځاى شوي و . دغه داعشيان په داسې حال کې دسولې له بهير سره يوځاى شول چې له يوې مياشتې راپديخوا دجوزجان ولايت په درز اب ولسوالۍ کې د داعشيانو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې دوام لري . ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته