په جوزجان کې دنشه يي توکو دڅلورو تنو قاچاق وړونکو نيول .

کابل باختر د زمري لسمه :
دجوزجان ولايت پوليسو څلور تنه ددرې پنځوسو کيلوګرامو اپينو دقاچاقو په تور ونيول .
جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمدجوزجاني دباخترآژانس خبريال ته وويل :دغه کسان پرون مازيګر هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شول چې غوښتل يې درې پنځوس کيلوګرامه  اپين ديوې لارۍ په واسطه چې دتخار په ولايت کې يې بار کړي ا و دجوزجان ولايت داقچې  ولسوالۍ ته وليږدوي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: قاچاق وړونکو دنيول کيدو په وخت  له پوليسو سره په نښتې لاس پورې کړ چې له امله يې دوه تنه ټپيان شول .
  داپه داسې حال کې ده چې دوه مياشتې  مخکې هم يوسړى  له دوه سوه پنځوسو کيلوګرامو اپينو سره دپوليسو له خوا په  شبرغان ښار پورې اړوند په يکه باغ کلي کې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته