په جوزجان کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان په خپلو پنځو تنو سرتيرو ډزې وکړې .
کابل باختر د مرغومي څلورمه
په جوزجان ولايت کې دسيمه ئيزوپوليسو يو قوماندان تر خپل آمر لاندې په پنځو تنو افرادو ډزې وکړې .
دغه پيښه نن سهار دقوش تيپې ولسوالۍ بازار ته څيرمه دتراغلي افغانيه په نامه سيمه کې په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان عبدالعزيز غيرت باختر اژانس ته وويل: دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان درمحمد په خپلوسرتيرو له بريد وروسته تښتيدلى دى او دده دنيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
دجنرال غيرت دڅرګندونو له مخې، ددغه بريد انګيزه تراوسه پورې روښانه نه ده خو په قوش تيپي ولسوالۍ کې يو بل امنيتي مسوول وايي چې قوماندان درمحمد طالبانو ته کار کاوه او دهغوى په لارښوونه يې په خپلو سرتيرو ډزې کړي دي .
دپولسو قوماندان درمحمد تريو کال مخکې پورې دوسله والو طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان و .
دى دسولې له پروګرام سره له پيوستون وروسته دمقاماتو له خوا په قوش تيپه کې ديوې امنيتي پوستې د قوماندان په توګه وټاکل شو .
دقوش تيپې ولسوالۍ دغه امنيتي مسوول وايي چې درمحمد دوسله والوطالبانو په همکارۍ په خپلو سرتيرو ډزې کړي دي او دخپلې امنيتي پوستې څو جنګي وسايل او درې موټرسايکلونه يې جګړه مارانو ته سپارلي دي .