امنیت

په جوزجان کې درايو ورکولو په مرکز دبريد طراح ووژل شو.

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دوسله والو طالبانو دډلې يو مشهور قوماندان نن  په جوزجان ولايت کې  د رايې ورکولو په يو مرکز په  بريد کې  ووژل شو.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالمنان روفي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه قوماندان چې حاجي لالى نوميده نن سهار دقوش تيپې ولسوالۍ دقدوخ په کلي کې درايې ورکولو په يو مرکز بريد کې دامنيتي ځواکونوله خوا وځپل شو.
ديو بل خبرله مخې : امنيتي ځواکونو ددغه ولايت  دمرديانو اوفيض آباد په ولسواليو کې  څلور ماينونه کشف او شنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته