په جوزجان کې دداعش يو جګپوړى قوماندان ووژل شول .

کابل باختر د کب  نهمه :
دداعش دډلې  يوجګپوړى قوماندان په جوزجان ولايت کې  دپوځيانو په بريد کې ووژل شو .
  په قاري قدرت الله نن  په درز اب ولسوالۍ کې بريد وشو او له خپلو دريو تنو افرادو سره  ووژل شول .
  دجوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال  رحمت الله ترکستاني باختراژانس ته وويل : دپوځيانو په دغه بريد کې  قاري قدرت الله  کله چې  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و  په درز اب ولسوالۍ کې له خپلو دريو تنو افرادو سره ووژل شول .
  جنرال ترکستاني د داعش دغه قوماندان  دملکي وګړو دوژلو دبمونو او ماينونو دښخولو په ګډون  د لسګونو ډار اچوونکو پيښو عامل وباله .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته