کابل باختر د کب اوولسمه :
په جوزجان ولايت کې د داعشيانو له منګولو څخه دپنځلسو تنو تښتول شويو ملکي وګړو دژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو چې ويل کيږي دداعش دډلې غړي دي پرون په قوشتيپې ولسوالۍ کې دخوراکي توکو دسپرلۍ په کاروان په يرغل سره پنځلس تنه له ځان سره بوتلل .
دجوزجان ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دوى د سيمې دمشرانو په همکارۍ ددغوملکي وګړو د موندلواو ژغورنې لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .
دغه امنيتي مقام تاييدوي چې داعشيانوپه جوزجان ولايت کې دامنيتي ځواکونو له خوا دداعشيانو دنفتي توکو دکاروان دبندولو په غبرګون کې ددغوملکي وګړو په تښتولو اقدام کړى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ