خبرونهاقتصادټولنه

په جوزجان کې بې وزله کورنیو ته لسګونه کورونه جوړ شول

کابل، د کب ۳مه، باختر

د جوزجان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې بې وزله کورنیو ته ٨٦ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ملا امان الله طلحه جوزجاني په وينا، دغه کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ د فيض آباد ولسوالۍ او د شبرغان په شاوخوا سيمو کې اړمنو کورنیو ته د ۴ زرو امریکایي ډالرو په لګښټ په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې دوه خونې، يو دهلېز، يو تشناب او د لمریزې برېښنا سيسټم په درلودو سره جوړ شوي او اړمنو کورنیو ته وسپارل شوي دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او له پلې کوونکي بنسټ څخه د کورونو جوړولو، د سړکونو د پخولو او د نغدي مرستو د وېش له امله مننه وکړه او د دغسې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته