ټولنه

په جوزجان کې بېځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د وري ١٦مه /باختر
په جوزجان کې ٩٨ بېځايه شويوکورنيو نن مرستې ترلاسه کړې .
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو يو مسوول سيدطالب سادات باختراژانس ته وويل چې د خوړو نړيوال سازمان، د ماشومانو د ملاتړ موسسې او د داکار موسسې د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو د رياست په همکارۍ په ٩٨ کورنيو چې د فارياب او د سرپل له ولايتونو څخه د ناامنيو له امله بېځايه او په شبرغان ښار کې ځاى پرځاى شوي دي مرسته وکړه .
سادات زياته کړه: په هرې کورنى دوه بورۍ اوړه ،نهه نيم کيلوغوړي، مالګه د پخلنځي بستې د روغتيا ساتنې بستې او ژمنى جامې وويشل شول.
ويل کېږي د داکار موسسې په هغوکورنيو چې معلول کسان لري يو ګرځنده کمود هم ويشلې دى .
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته