په جوزجان کې بېځايه شويوکورنيومرستې ترلاسه کړې
کابل/د غبرګولې ١٥مه /باختر
په جوزجا ن کې په ١١٦ بېځايه شويو کورنيو نن خوراکي او روغتيايي توکې وويشل شول.
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست يو چارواکى سيد طالب سادات باختراژانس ته وويل چې د خوړو نړيوال سازمان او د داکار موسسې په دغو کورنيو چې د جوزجان ولايت له ولسواليو څخه بېځايه اوپه شبرغان ښار کې شپې سبا کوي دغه مرستې وويشلې .
هغه وويل چې په جوزجان او د هغه په ګاونډيو ولايتونو کې اړو او بېځايه شويو کورنيو ته د خوراکي توکو د ويشلوبهير دوام لري .
ختم-ج =ا