امنیت

په جوزجان ولايت کې دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
دوو تنو وسله والو طالبانو غوښتل چې د جوزجان ولايت په يو واټ کې يې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاوديد او دواړه ووژل شول.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمر دباختر آژانس خبريال ته وويل: تيره شپه د دولت څلورو تنو وسله والو مخالفينو غوښتل يو ماين د درزآب ولسوالۍ د خالګن په سيمه کې ځاى پرځاى کړي چې هدف ته له رسيدو مخکې ماين وچاوديد او له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: دغه ماين د ريموټ کنترول په واسطه له لرې واټن څخه اداره کيده او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته