امنیت

په جوزجان ولايت کې دشهيدانو پاتې کسانو او ټپيانو نغدي مرستې ترلاسه کړې .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
  په جوزجان ولايت کې  دوروستيو جګړو له امله  دشهيدانو په پاتې کسانو او ټپيانو  نن  نغدې پيسې  وويشلې شوې .
  دجوزجان دوالي وياند  باختراژانس ته وويل  له هغو ديارلسو کورنيو سره  چې  دکورني  غړي  اويا غړي يې  په وروستيو جګړو کې له لاسه ورکړي دي او يا ټپيان شوي دي  دجمهوري رياست له خوا  نغدي مرستې وشوې .
  ويل کيږي  چې دهر شهيد وارث ته  سل زره افغانۍ او هر ټپي ته پنځوس زره افغانۍ  دجوزجان دوالي  لطف الله عزيزي له خوا وويشلې شوې .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته