کابل/ د لیندۍ ۲۱مه/ باختر
د جنوب زون کرونايي ناروغانو لپاره د پکتیا د پولیسو په تعلیمي مرکز کې یوسمبال ٥٠ بستریز روغتون پرانستل شو.
د باختراژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، دغه ٥٠ بستریز روغتون د ٨ سوه زرو امریکايي ډالرو په لګښت د هېواد په جنوب زون کې د پولیسوهغو منسوبانو ته چې په کرونا ویروس اخته کیږي، جوړشوی دی.
د دغه روغتون د پرانستلو په وخت کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل، د پکتیا والي محمد حلیم فدايي، امنیتي مسوولانو، د پکتیا د ولایتي شورا رییس، ديني عالمانو او د دغه ولایت مشرانو هم ګډون کړی و.
پاى \ ع