په جنوبي وزيرستان د امريکا د هوايي بريد له امله پنځه تنه ووژل شول

وانه دي دان – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې څه ناڅه پنځه تنه ووژل شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: په دې بريدکې چې پرون تر سره شو؛ د جنوبي وزيرستان د کندغر په ساحه کې په يوې ودانۍ دوه توغندي وتوغول شول .
دغه بريد د طالبانو په لوړ پوړو مامورينو ترسره شو، خو تراوسه پورې د هغوى هويت مشخص شوى نه دى.
ويل شوي دي چې په وژل شويوکسانوکې يو ازبک توکمى قوماندان هم شامل دى.
د امريکا اردو وايي: د دغه هيواد د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د مليشو او تروريستانو د له منځه وړلو په مقصد ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته