امنیت

په جلال اباد کې چاودنو دسرزيان نه دې اړولى

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دننګرهار ولايت مرکز دجلال اباد ښار نن سهار ديولړ چاودنو ډګر و خو ويل کيږي  چې دسرزيان يې نه دى اړولى .
دغه چاودنې  ددوو ساعتونو په زماني واټن  سره يوې پوځي قرارگاه  او دپوليسو  ګرځنده پلټنې پوستې ته څيرمه رامنځته شوي دي.
لومړۍ چاودنه دسهار په شپږو بجو او ديرشو دقيقو  دهډي په فارم  کې دعامه  محافظت  دقرارګاه  دروازې ته څيرمه وشوه  چې ديو ايښودل شوي بم دچاودنې  زيږنده وه.
دننګرهار ولايت يوامنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل : چې ددغي چاودنې له امله دسرزيان نه دى اوښتى   او يوازې ددغې قرارگاه د ديوال ديوې برخې دويجاړيدو سبب شوې ده .
دويمه چاودنه په نهه نيمو بجو دننګرهار پوهنتون دروغتون ترشاه دگرځنده پلټنې يوي پوستې ته څيرمه هغه وخت  وشوه  چې امنيتي ځواکونه دوسايطو په پلټنې بوخت وو .
درارسيدلو خبرونوله مخې :  دغه بم دپوليسو دپلټنې پوستې ته څيرمه دکثافاتو په لوښې کې ځاى پرځاى شوى و .
دپوليسو ددغو مسوولينو دڅرگندونوله مخې  په دې پيښه کې دسر زيان نه دى اوښتى   خو يوشمير عيني شاهدان وايي  چې ددغې  چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
په همدې حال کې   سيمه ييزو مسوولينو وسله وال طالبان ددغو بم ايښودنو مسوول بولي  او وايي چې امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي  چې ددغوپيښو عاملين  وپيژنې  او ويې نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته