په جلال اباد کې ديو خصوصي روغتون فعاليت د دريو شنو ونو دغوڅولو په دليل بند کړى شو .
کابل باختر د وږي اوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديو خصوصي روغتون دروازه ددغه روغتون ديو مسوول له خوا ددريو شنو ونو د غوڅولو په غبرګون کې وتړل شوه .
سيمه ئيز مسوولين وايي دظاهر خصوصي روغتون مسوولينو دجلال اباد ښار په لومړى ناحيه کې ددغه روغتون په وړاندې ددرې شنې او لوړې ونې غوڅې کړې .
دواټونو له دواړو خوا څخه دونو غوڅول چې ددولت ملکيت بلل کېږي جرم ګڼل کېږي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه روغتون د ننګرهار دوالي حيات الله حيات په لارښوونه تړل شوى دى .
خوږياڼي وويل چې له شنو ساحو او د دولت له نوروملکيتونو څخه دشنو ونو غوڅول جرم بلل کېږي .
سيمه ئيزو مسوولينو په دې باب چې ددغه روغتون خاوند به تر زياتې قانوني څارنې لاندې ونيول شي که څنګه .؟ څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _ اکرم