کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دجلال اباد په ښار کې داوو خصوصي روغتيايي مرکزونو فعاليت نن ددغه ولايت دعامې روغتيا رياست له خوا وځندول شو
ددغو خصوصي کلينيکونو او روغتونونو فعاليت دعامې روغتيا وزارت له معيارونوسره سم نه و .
دننګرهار ولايت دعامې روغتيا رييس نجيب الله کامه وال دباختراژانس خبريال ته وويل دالشفا ، عمر کمالي ، اريانا، دانش ملي ، اريانا ننګرهار ، دايمل دجراحي ديرش بستريز روغتون ، ناصر او باختر کلينيکونه دعامې روغتيا وزارت له مقرراتو څخه دسرغړونې له امله وتړل شول
ده ددغوکلينيکونو خاوندانو ته خبرداري ورکړ ترهغه وخته پورې چې ددغو کلينيکونو فعاليت دعامې روغتيا وزارت له معيارونو سره سم عيار نه شي دبيا فعاليت اجازه به ترلاسه نه کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ