سیاستTOP

په جلال اباد ښار کې د خبریالې ملالې میوند د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د ليندۍ ٢٠ مه / باختر
د افغانستان دښمنانو په جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی نن سهار په یوه تروریستي برید کې شهیدان کړل. د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د دې برید د سخت غندلو پر مهال وویل، زموږ رسنۍ او خبریالان چې په سختو شرایطو کې د هېواد، سیمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو په موخه کار کوي، پر دوی بریدونه بشري ضد جنایت او نه بښونکی عمل دی.
جمهورريیس غني وویل، د جهل او وحشت لارویان د دغه وړ وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي چې د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د افغانانو مسلم حق او زموږ د هېوادوالو او د رسنیو فعالانو په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې لاسته راوړنه ده، نشي محدودولی او حکومت یې په ټول توان ساتنې او پالنې ته ژمن دی.
جمهورريیس اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشیخص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت هیله کوي.
پاى\سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته