امنیت

په جلال اباد ښار کې دطالبانو دډلې ديوه غړى نيول کيدل .

کابل باختر د لړم څوارلسمه : دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دطالبانو دډلې يو غړى ونيول شو . ملا نجيب الله نن سهار دملي امنيت دمامورانو دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شو . دننګرهار ولايت درسنيو دفتر باختراژانس ته وويل چې ملا نجيب الله دطالبانو دډلې يو فعال غړى و او جلال اباد ښار ته د ډار اچونې ديو بريد دترسره کولو لپاره راغلي و . نيول شوى سړى دطالبانو په ډله کې دغړيتوب او هم دهېوادپه ختيځ کې د ډار اچونې په څو بريدونوکې په لاس لرلو اعتراف کړى دى . ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته