امنیت

په جلال آباد کې په يو بڼ باندې دهوايي بريد له امله پنځه تنه ملکي وګړې ووژل شول .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٣
دننګرهار ولايت په  مرکز جلال آباد ښار په يو تفريح ځاى  دناټو دجنګي الوتکو دبريد له امله  پنځه  تنه ملکي وګړې  ووژل شول .
دغه پيښه تيره شپه ديوولسو بجو په شاوخوا هغه وخت رامنځته شوه چې دننګرهار په هوايي ډګر کې دامريکايي ځواکونو اډې  ته څيرمه دکلکسيون  په بڼ دناټو دجنګي الوتکو له خوا  بريد وشو.
قربانيان هغه ځوانان دي چې دښکار لپاره دغه  بڼ ته تللي وو.
دننګرهار ولايت دپوليسو ويندوى  حضرت حسين ارغنديوال باختر آژانس ته وويل چې دناټو دجنګي الوتکو ددغه بريد له امله پنځه  تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دخبرونو له مخې :  دناټو ځواکونو ملکي وګړو ديرغلګرو طالبانو فکر کړى وو او بريد يې  ورباندې وکړ ..
مشرقيوال وويل- دغه بڼ دامريکايي ځواکونو قرارګاه ته څيرمه پروت دى.
دغو ځواکونو کله چې په خپلو کمروکې وليدل چې دڅو تنو ځوانانو په لاسونو کې ټوپکونه دي  وربانديي هوايي  بريد وکړ.
په داسې حال کې چې دغه ځوانان په دغو ټوپکونو سره د کلکيسون په بڼ کې په ښکار بوخت وو . دقربانيانو له يوولسو څخه  ترشلو کلونو  پورې عمر  درلود.
امريکايي ځواکونو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګنده کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته