کابل باختر دکب دمياشتې ٩ :
د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار په يو هوټل کې د ګازو دبالون د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن سهار دجلال آباد ښار په سالار هوټل کې هغه وخت وشوه چې ددغه هوټل دپخلنځي د ګازو بالون وچاوديد.
دننګرهار دپوليسو ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باخترآژانس ته وويل : په دې چاودنه کې ددغو هوټل يو تن کارکوونکى ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
ده ددغې پيښې په باب دپوليسو دڅيړنې خبر ورکړ او ويې ويل امکان لري دهوټل دکارکوونکو دبي احتياطي زيږنده ده په هوټل کې داور لګيدني سبب هم شوي وي .
زموږ خبريال ګلستان غالب د جلال آباد له ښار څخه خبر راکړ د اور وژنې عمله بريالۍ شوه چې اور مړ کړي.
د سالار د هوټل خاوند وايي چې دچاودنې او اور لګيدنې له امله پنځه سوه زره افغانۍ ده ته زيان رسيدلى دى.
د جلال آباد ښار د روغتون ډاکترانو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب
بللى دى.
0 1 دقیقه لوستل