امنیت

په جلال آباد کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
د اردو اوپوليسو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې ديو لړ چاودنو مخه ونيوله.
درارسيدلو خبرونوله مخې : دطالبانو او داعش  په ډلو پورې اړوندو کسانو  ددغه ولايت  په ځينو سيمو کې په لويو لارو کې ماينونه ښخ  کړي و چې دغه ماينونه دسيمې دخلکو په مرسته کشف او شنډکړاى شول.
په لومړي ګام کې دملي اردو سرتيرو څه ناڅه درې ماينونه  دبټي کوټ او خوږياڼيو  دولسواليو  له لويو لارو څخه کشف اوشنډ کړل.
دننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياڼى دباخترآژانس خبريال ته وويل :
چې دغه ماينونه  تيره شپه  دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف اوشنډکړاى شوي دي.
ديوبل خبرله مخې  :  دملي اوسيمه ييزو پوليسو سرتيرو  دهسکې مينې ، اچين او دکوټ  په ولسواليو کې   دڅلورو چاودنو په مخنيوي بريالي شول.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  داعشيانو ددغو ولسواليو په لويو لارو کې څه ناڅه څلورماينونه  ښخ کړي و.
دننګرهار دوالي وياند وايي ؛ چې طالبانو او داعشيانو  غوښتل  دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  يولړ چاودنې رامنځته کړي  خو بريالي نه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته