امنیت

په جلال آباد ښارکې نن سهار ديو بم په چاودنه کې دوه تنه پوليسان ټپيان شول.

جلال آباد باختردتلې دمياشتې ١ :
په جلال آباد ښارکې  نن سهار  ديو بم په چاودنه کې  دوه تنه پوليسان ټپيان شول.
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ درسنيو مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل :   دعيدګاه جومات  په ساحه کې  دغه ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي  توکي هغه  وخت  وچاوديدل  چې  دننګرهار دکانال رياست دمحافظت د ټولي د سپرلۍ موټر دتيريدو په  حال کې و   چې له امله يې دوه تنه پوليسان ټپيان  او د دوي رنجر موټر په بشپړ ډول ويجاړشوى دى .
دننګرهار دکانال رييس زيارت ګل  ظاهر  وويل ، د دوو تنو ټپي پوليسانو روغتيايي حالت خراب دى  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته