امنیت

په جلال آباد ښارکې د چاودنې له امله د سرزيان نه دى اوښتى

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
په جلال آباد ښارکې نننۍ چاودنې د سرزيان نه دى اړولى.
دجلال آباد ښار د تلاشۍ په چوک کې دپوليسو د پلټنې يوه مرکزته څېرمه نن سهار چاودنه وشوه .
ويل کيږي دغه پيښه په واټ کې د ښخ کړاى شوي بم د چاودنې زيږنده ده.
د ننګرهار د والي ويندوى احمد ضياعبدالزي باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د سرزيان نه دى اوښتى .
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي او وايي چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
هغه ځاى چې چاودنه پکې شوې ده؛ په جلال آباد ښارکې يوه ډيره ګڼ ميشته ساحه ده. څوپيښه سهار وختي رامنځته شوه؛ ټيک هغه وخت چې هيڅوک پکې نه و.
په افغانستان  کې وسله وال طالبان زياتره په ګن ميشتو لارو او سيموکې د بمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته