دجلال آباد ښار باختر دتلې دمياشتې ٢ :
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې د يو بم د چاونې له امله يوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوه.
دغه چاودنه نن سهار په اته بجو او ديرشو دقيقو دجلال آباد ښار په مجبور آبادسيمه کې د يو کور د دروازې په وړاندې وشوه.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې ده.
طالبانو د دغې پيښې د عاملينو د هويت په باب بې خبري څرګنده کړې ده، خو په جلال آباد ښارکې يو سيمه ييز مسوول وايي چې وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې طرحه کوونکي دي.
ده وويل: ددغه کورخاوند همايون په وار وار د وسله والو طالبانو له خوا په مرګ ګواښل شوى و.
ويل کيږي چې دغه سړى هيڅ دولتي دنده نلري او په بازارکې په کاروبار بوخت دى.
1 1 دقیقه لوستل