امنیت

په جلال آباد – تورخم لويه لاره کې د ډار اچونې ضد عمليات پيل شول

کابل/ دلړم ١٤مه/باختر
په جلال آباد – تورخم لويه لاره کې د ډار اچونې ضد عمليات پيل شول.
دغه عمليات د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پرون ناوخته پيل شول.
د دغو عملياتو د ترسره کولو موخه د ډار اچوونکو د ټغر ټولول او په جلال آباد- تورخم لويه لاره کې د تروريستي ګواښونو لرې کول دي.
د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې عملياتو د پيل په لومړيو  ٢٤ ساعتوکې د جلال آباد – تورخم لويې لارې په تګلوري د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې پوځيانو د بټي کوټ په ځينو سيموکې څو ماينونه کشف او شنډ کړل.
په جلال آباد – تورخم لويه لاره په تېره بيا د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو شتون او بريدونو خلک، مسافرين او سوداګر انديښمن کړي دي.
د جلال آباد – تورخم لويه لاره، د تورخم بندر د شتون په دليل د هېواد له ګڼ مېشتو لارو څخه ګڼل کېږي.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې په عملياتوکې هڅه کېږي چې په دغو سيموکې د تل لپاره د ډار اچوونکو ټغر ټول کړاى شي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته