په جاغوريو کې د يوه روغتون د جوړولو کار پيل شو
کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د غزني ولايت د جاغوريو ولسوالۍ د ۲۰ بستريز روغتون دبنسټ ډبره دعامې روغتيا د وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز له خوا کيښودل شوه. په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، ډاکتر فيروزالدين فيروز وويل چې ددغه روغتون په جوړولو سره دسيمې ۱۵۰ زره تنه اوسيدونکي کولاى شي له روغتيايي خدمتونو څخه ګټه واخلي . د عامې روغتيا وزير دغه راز د غزني ولايت د روغتيايي کارکوونکو د کارونوله امله چې په وروستيو پيښو کې ترسره کړي و، مننه اوقدرداني وکړه او ژمنه يي وکړه چې په راتلوونکي مالي کال کې د جاغوريو ولسوالۍ د شل بستريز روغتون تشکيل د صحتمندۍ له پروژې څخه تمويلوي ترڅو کارکوونکي وکولاى شي په ښه ډول خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي . د غزني ولايت د جاغوريو د ولسوالۍ شل بستريز روغتون په يوولس جريبه ځمکه کې په يوه پوړ کې د سنګ ماشه په کلي کي جوړيږي. دغه روغتون به شل بسترې ولري او د داخلې، جراحۍ ، ماشومانو، واکسين او نورو برخوکې به دعامې روغتيا وزارت د پاليسۍ له مخې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي. د دغه روغتون د جوړولو لګښت د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه ۴۵ ميليونو ۹۰۴ زره افغانيو په لګښت جوړيږي او د جوړولو کار يې تر راتلوونکو ١٤ مياشتو پورې بشپړيږي او د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو چمتو کيږي . دغه رازپه دې غونډه کې په ملي شورا کې د خلکو استازي، د عامې روغتيا وزارت د بشري منابعو لوى رئيس، د غزني ولايت د عامې روغتيا رئيس او د سيمې يوشمېر مشرانو هم ګډون کړى و. پاى ج ذ