کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د سترې محکمې مسئولین وايي چې د تېر یوه کال په بهیر کې، د هېواد درې ګونو محاکمو ته څه باندې ۲۵۰ زره حقوقي او جزائي دوسیې را رسېدلي چې له دې جملې ۱۸۵ زره ۵۹۱ دوسیې یې حل او فصل شوې دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې مسئولینو د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې د ۱۴۰۲ مالي کال د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسینو سره شریک کړ.
په دې غونډه کې د سترې محکمې د جزا دیوان عمومي رئیس مفتي عتیق الله دروېش، په ټولنه کې د عدالت او قضا پر اهمیت او اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او ويې ویل چې عدالت یوازېنۍ لاره ده چې په انساني ټولنه کې د هرې سرکښۍ او بدبختۍ مخه نیسي او له ظالم څخه د مظلوم حق اخلي او ټولنې ته امن راولي.
هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان اسلامي امارت درې ګونو محاکمو ته ۲۵۰ زره ۷۶۲ حقوقي او جزائي قضیې را رسېدلې چې له دې جملې څخه ابتدائیه محکمې ته ۲۰۳ زره ۴۷۸ قضیې را رسېدلې دي، چې ۱۵۱ زره ۸۵۲ قضیو ته رسېدنه شوې او ۵۱ زره ۶۲۶ نور یې تر کار لاندې دي.
دغه راز مرافعه محکمې ته ۳۴ زره ۷۶۲ قضیې را رسېدلې دي، چې ۲۶ زره ۸۷۰ قضیو ته رسېدنه شوې او ۷ زره ۸۹۲ نور یې تر کار لاندې دي.
همدا رنګه، تمیز محکمې ته ۱۲ زره ۵۲۲ قضیې را رسېدلې دي، چې ۶ زره ۸۶۹ قضیو ته رسېدنه شوې او ۵ زره ۶۵۳ نور یې تر کار لاندې دي.
د دروېش په وینا، په یادو دوسیو کې ۸۰۰۵ دوسیې د نشه يي توکو او درې زره ۳۷۳ دوسیې د ښځو د شرعي حقونو اړوند دي.
همدا رنګه د هېواد د محاکمو له لوري، په یاده موده کې ۱۷۹ زره ۸۱۸ بېلابېلې وثیقې اجرا شوې دي.
د جزا دیوان د عمومي رئیس د معلوماتو له مخې؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې؛ تېر کال د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲۳۰۴ بندیان د هېواد له زندانونو څخه آزاد شوي او ۱۹۲۰ نور بنديان د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۴۰۲ مالي کال کې، د سترې محکمې عالي شورا ۳۸ غونډې ترسره کړي چې په کې د ۱۹۱ بېلابېلو موضوعاتو په اړه تر لازمو تصامیمو وروسته، پرېکړې شوې دي.