خبرونهسیاستTOP

په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ د هېواد کونډو، یتیمانو او معلولینو ته حواله شوې دي

کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت معین شیخ عبدالحکیم حقاني وویل: «په تېر یوه کال کې د یوه شفاف میکانیزم او بانکي سیسټم له لارې، ۶۱۲ زره ۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د نغدي مساعدتونو د منظور شوې طرحې مطابق؛ ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره ۷۰۸ افغانۍ د میاشتنیو نغدي مساعدتونه (ماهانو) په توګه حواله شوي دي.
د شیخ حقاني د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د خیریه مؤسسو له لوري د هېواد په کچه، له ۸۹ زره ۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې؛ شاوخوا څلور زره کسانو ته د مصنوعي غړیو، فزیوټراپي، اورتوپیدي او روان درماني برخه کې اړین خدمتونه وړاندې شوي او همدا رنګه ۱۲۰ معلولینو او یتیمانو د کمپیوټر، برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطۍ په برخو کې حرفوي زده کړې کړې دي.
هغه زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې له ۶۷ خیریه بنسټونو او مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او د څلور میلیونه ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت، اړو او مستحقو هېوادوالو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.
دغه راز د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، وویل چې د هېواد په کچه، تر اوسه پورې څه باندې ۶۵۳ زره کونډې، یتیمان او معلولین تثبیت شوي چې له دې جملې څه باندې ۲۶۴ زره يې په سیسټم کې درج شوي دي.
افغان زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، په هېواد کې د مستحقو کسانو د تثبیت په موخه د تصفیې بهير ترسره کړ چې په پایله کې ۲۸ زره ۱۸۳ کسان غیر مستحق وپېژندل شول او له سیسټم څخه لرې شول.
هېره دې نه وي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ناثبت شویو کونډو، یتیمانو او معلولینو د ثبتولو او تصفیې بهیر دوام، په میاشتني ډول د کونډو، یتیمانو او معلولینو د حقوقو ورکول، د نغدي او غیر نغدي مساعدتونو جلب او وېش، له خیریه بنسټونو او مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک کول، یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو پروګرامونو دوام او د شفافیت تامینولو په موخه د برېښنايي سیسټم عملي کول؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان (۱۴۰۳) مالي کال مهم پلانونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress