کابل، د وږي ۴مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په دوام، د لوړو زده کړو وزارت مسئولینو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم وویل چې د اسلامي امارت د مشرانو په ځانګړې پاملرنې، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه وزارت په تشکیل کې څه باندې ۵۰۰۰ بستونه ور زیات شوي چې د تشکیل په برخه کې خلا ډکه شوې ده.
مولوي ندیم زیاته کړه چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره، کافي بودجه د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکړل شوې او د دغه وزارت ټولې چارې په عادي ډول پرمخ ځي او په هېڅ یوه برخه کې یې ستونزې او نیمګړتیاوې نه لیدل کېږي.
هغه د هېواد په تحصیلي ډګر کې د خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه او خدمات وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د لوړو زده کړو وزارت، د هغوی بشپړ ملاتړی دی او هغو ته لا زیاتې آسانتیاوې برابروي.
د لوړو زده کړو وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په تېر یوه کال کې د دیني او ملي ارزښتونو او دغه راز د نړیوالو معیارونو مطابق، ۱۳۱ تحصیلي نصابونه اصلاح او د منظورۍ په موخه ذیصلاح مراجعو ته استول شوي، چې ۸۹ د لېسانس، ۳۵ د ماسټرۍ او اووه د دوکتورا برنامو نصابونه په کې شامل دي.
د هغوی په وینا، په یاده موده کې د هېواد د تحصیلي سکتور د پیاوړتیا په موخه ۶۴۰ علمي کادرونه د آزادې سیالۍ له لارې جذب شوي؛ ۱۳۱۷ کارکوونکي په اداري، مسلکي او تخصصي بستونو کې په دندو ګومارل شوي او ډېر ژر به ۷۱۱ خالي بستونو کې وړ او مسلکي کسان وګومارل شي.
د مسئولینو د څرګندونو له مخې؛ تېر کال ۵۱ زره ۹۵۰ محصلین د هېواد له پوهنتونونو څخه فارغ شوي او اوسمهال د هېواد په پوهنتونونو کې ۱۸۹ زره ۹۹۱ محصلین په زده کړو بوخت دي.
دغه راز په تېر یوه کال کې هغه دوه زره ۲۱۲ محصلین چې له هېواده بهر په لوړو زده کړو بوخت وو؛ هېواد ته راستانه شوي او سندونه یې چې د دوکتورا، ماسټرۍ، لېسانس او تخصص په برخو کې دي؛ هم د لوړو زده کړو وزارت له لوري ارزول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر یوه کال کې د لوړو زده کړو وزارت له عادي او پراختیايي بودجې څخه د ۳۲ میلیونه ۹۳۴ زره ۳۴۸ افغانیو په ارزښت؛ ۹ بېلابېلې ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او همدا رنګه د ډیپلومونو او ټرانسکرېپټونو د وېش له درکه ۵۵۷ میلیونه ۲۲۶ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزاني ته سپارل شوي دي.
هېره دې نه وي چې اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت اړوند، د ۳۲ میلیونه ۹۳۴ زره ۳۴۸ افغانیو په ارزښت د شپږو ترمیماتي پروژو چارې روانې دي چې تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.