خبرونهاقتصادTOP

په تېر کال کې د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي

کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر ۱۴۰۲ کال د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول او تحلیل کړي، چې له مخې یې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په صادراتي توکو کې مېوې تر ټولو زیاتې د ۶۴۵ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت صادرې شوي او دغه راز طبي بوټي، معدني توکي او سبزيجات په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۳۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ همدارنګه ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د یو میلیارد او ۱۵ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت او ټوکر (منسوجات)، فلزونه او فلزي محصولات په ترتیب هغه توکي دي چې تېر کال ډېر وارد شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته