خبرونهټولنه

په تېرو ۸ میاشتو کې بدخشان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۲۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل, د لېندۍ ۷ مه, باختر

د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو په تېرو ۸ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له کبله د ۲۷۵ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د بدخشان د ترافیکو مدیر مولوي ګل احمد شاکر باختر آژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې په تېرو ۸ میاشتو کې ۱۱۶ ترافیکي پېښې شوي چې له امله یې ۷۵ تنه مړه او ۱۹۷ تنه ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه ترافیکي پېښې د کشم، راغ، ارغنجخواه، بهارک، یمگان، وردوج، فیض آباد او زیباک ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

نوموړي د یادو ترافیکي د رامنځته کېدو علت د موټر چلونکي بې احتیاطي او د سړکونو خرابولی ښودلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته