په تېرو یوولسو مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي
کابل، د کب ۹مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې، په تېرو ۱۱مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې د ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالاتو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دغه ادارې نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د روان مالي کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې، شاوخوا ۲.۸ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي او اوسمهال د دغه بندر له لارې هره ورځ په اوسط ډول ۱۰ زره ټنه انتقالات ترسره کېږي چې پکې واردات، صادرات او ټرانزیټ شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر مالي کال کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۳.۴ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي وو.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د حيرتان مسير په بشپړ ترمیم او فعاليت سره به سوداګرو ته لازياتې آسانتیاوې برابرې شي چې وکولای شي د دغه مسير له لارې په بشپړ اطمینان او مصئونيت سره خپل تجارتي توکي صادر او وارد کړي.
ویل شوي چې د حيرتان – مزارشريف د ۷۵ کيلومتره اوسپنې پټلۍ مسير پروژې د بيارغونې چارې تېره اوونۍ د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت او ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارې په همکارۍ پيل شوې چې د درېیو مياشتو په موده کې به د ياد مسير ریلي او غير ریلي برخې په بشپړ ډول ترمیم شي.