خبرونهروغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې ٢١١ تنه په کرونا اخته شول

٤١- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ويروس د ٢١١ نويو پېښو د ثبتولو خبرورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ٢٤ساعتو کې ٤ تنه په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کېدو له امله مړه شول.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هېواد کې د کرونا ويروس د ٢١١نويو مثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٤٩٤٨٤ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ٤ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ١٩٧٥تنو ته رسېدلى دى او د روغو شويو کسانوشمېر ٣٨٤١٠تنو رسېدلى دى.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجواد عثماني نن په يوه غوڼده کې وويل د مرکز او ولايتونو د روغتيايي مسوولينو د کارونو د څېړنې تر څنګ هغوى ته لارښوونه کړې ده چې په خپلو کارونو او د کرونا ويروس د دويمې څپې د مخنيوي په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته