په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته څه باندې ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د روانې د سلواغې میاشتې په ۱۲ او ۱۳ مه نېټه د ننګرهار، کندهار، نيمروز، هرات او پکتيکا ولايتونو له پولو هېواد ته د ۲۱۰ افغان کورنیو د راستنېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې د تورخم له لارې ۷۸ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ۳۴۸ تنه، د کندهار ولايت د سپين بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ، چې د وګړو شمېر یې ١٤٦ تنه او دغه راز پاتې نورې کورنۍ د نيمروز، هرات او پکتيکا ولايتونو له پولو هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې دغه کورنۍ د کډوالو په ادارې کې تر ثبتېدو وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان دفترونو ته ور معرفي شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته