په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي
کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د تېرې اوونۍ په بهير کې شاوخوا ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ، په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې له لورې په تېره اوونۍ کې له تورخم او سپین بولدک څخه ۹۳ راستنې شوې کورنۍ په وړیا ډول کندهار، هلمند، کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او نورو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.
هېره دې نه وي چې د یادې کمېټې لخوا تر اوسه پورې، ۱۰۳ زره ۵۸۳ راستنې شوې کورنۍ له تورخم او سپین بولدک څخه بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.