کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
دولس تنه وسله وال طالبان په غور کې ووژل شول .
دغه طالبان له پوځيانو سره دنښتو په بهير کې چې له دوو ورځو راپديخوا دغور ولايت په تيورۍ ولسوالۍ کې دوام لري وژل شوي دي .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت په تيورۍ ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري چې تراوسه پورې دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې پنځه تنه پوځيان هم شهيدان شوي دي . ختم_ سعيده – اکرم