ټولنه

په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دترافيکي پيښو له امله څليرويشت تنه ټپيان شوي دي .

کابل باختر د مرغومي ديارلسمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې په هرات کې دترافيکي پيښو له امله څلور ويشت تنه ټپيان شوي دي .
دهرات ښار  دمرکزي روغتون  يوه مسوول وويل چې دغه ټول ټپيان  دروغتون په بيلابيلو څانګو کې  تر درملنې لاندې دي .
دخواجه عبدالله انصاري  روغتون ويندوى محمد رفيق شيرزى  وايي چې ددغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بلل شوى دى .
ثبت شوي شمېرنې  څرګندوى چې دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې دهغو کسانوشمېر چې دترافيکي پيښو له امله زيانمن  شوي  دي شپږو زرو تنو ته رسيدلى دى .
  ددغو پيښو له امله په زيانمنو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
ددغو پيښو له امله زيات شمېر زيانمن شوي کسان ځوانان دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته