په تيرو يوولس کلونوکې دامريکا کړنو دافغانستان داسلامي دولت دوسله والو مخالفينو ليکې او جنګي خوځښتونه پياوړي او دسولې مخه يې ډب کړې ده
کابل باختر دتلي شلمه
په تيرو يوولس کلونوکې دامريکا کړنو دافغانستان داسلامي دولت دوسله والو مخالفينو ليکې او جنګي خوځښتونه پياوړي او دسولې مخه يې ډب کړې ده .
دغه مطلب دافغانستان دعالمانو دسرتاسري شورا رييس قضاوت پوه الحاج مولوي قيام الدين کشاف نن دخپل کار په دفتر کې په داسي حال کې چې ددې شورا يوشمير غړي هم حاضر وو ، په کابل کې دامريکا له مرستيال سفير لارنس هيګو سره په کتنه کې څرګند کړ او ويې ويل : امريکا او متحدينو يې په تيرو يوولسو کلونوکې دافغانستان داسلامي دولت دوسله والو مخالفينو پر وړاندې جګړه کې سره له دي چې پيسې يې مصرف او عسکر يې وژل شوي دي دپام وړ لاس ته راوړني نه درلودي بلکې دسولې مخه يې هم ډب کړې ده .
څومره بيګناه وګړي چې دمخالفينوپه ځانمرګواو بمي بريدونوکې په وحشيانه او بې رحمانه ډول وژل شوي دامريکا او ناتو په ړندو بمباريو اوځمکنيو بريدونوکې هم ډير زيات ملکي خلک شهيدان شوي دي .
سربيره پر دې دامريکايي سرتيرو له خوا په بګرام کې او دامريکايي کشيش له خوا دامريکا په فلوريدا ايالت کې دقرانکريم سوځول اوبيا په يو فلم کې داسلام دستر پيغمبر محمد مصطفي ( ص) توهين ټول هغه ناوړه عملونه دي چې داسلامي نړۍ په خاص ډول زموږ دمسلمان ملت کرکه يې راوباروله او دوسله والو مخالفينو ليکې يې پياوړي او قوي سندونه يې په لاس ورکړي دي امريکا بايد زموږ دمسلمان ملت دعقايدو او اسلامي غيرت په پام کې نيولو سره خپله پاليسي عياره کړي واي .
دعالمانو شورا رييس په خپلو خبرو کې زياته کړه چې امريکا په خپلوژمنو هم چې دافغانستان د ځمکني بشپړتيا دفاع به کوي وفا ونه کړه ځکه چې له يوکال راهيسي دپاکستان له خوا د افغانستان په سرحدي ولايتونو کونړ اونورستان په زرګونو توغندي ويشتل شوي او ددغو ولايتونو بې دفاع ولسونو ته يې دسراو مال درانه زيانونه اړولي دي خو امريکا او متحدينو يې هيڅ دفاع ونه کړه او تراوسه يې زموږ ملي اردو ته هغه وسلې اوتجهيزات هم په واک کې ورنه کړل چې د تيري کوونکو متقابل ځواب ورکړي شي .
نو دا او داسې نور دليلونه داخبره جوتوي چې امريکا له افغانستان سره رښتينې خواخوږي نه لري بلکې خپل سياسي هدفونه تعقيبوي او دغه پاليسي که زموږ په ګټه نه ده دامريکا لپاره هم دبريا پايلې نه لري امريکا بايد له يوې خوا زموږ ملي اردو په هوايي او ځمکنيو عصري وسلو سمبال کړي او له بل لوري په افغانستان کې مداخله کوونکې ګاونډيان ترنظامي او اقتصادي فشارونو لاندې ونيسي چې په افغانستان کې دتلپاتي سولې او امنيت دټينګښت لپاره لاره اواره شي ځکه چې دجګړې دوام دحل لاره نه ده .
ورپسي دامريکا مرستيال سفير وويل وياړم چې دافغانستان له علماوو سره ناست يم زه ستاسو د احترام په خاطر دلته راغلي يم امريکا اسلام ته ډير درناوي لري زموږ په ملک کې په مليونونه مسلمانان ژوند کوي مسلمانان ډير رښتينې اومخلص خلک دي موږ له افغانستان سره په خپلو اړيکو کې صادق يو او دلته ستاسو دمرستې په خاطر په ښه نيت راغلي يو خو ډيري غلطۍ موهم کړي دي .
موږ له قران سوزونې سره په کلکه مخالفو يو همدارنګه هغه توهينوونکې فلم جوړول او ښودل په کلکه غندو داپه امريکا کې دهغو خرابو خلکو کار دي چې ډيره کمه فيصدي تشکېلوي داپه هيڅ ډول دټولو امريکاييانو نظر او عمل نه دي دغسي اعمال ټول انسانيت ته بې احترامي ده .
امريکا په افغانستان کې ډير لګښتونه کړي او ځاني قرباني يې ورکړي دي تر څو په دې ملک کې امنيت تامين اوخلک هوسا ژوند ولري .
زموږ هيله داده چې افغانان په خپله دې جنګ ته دپاى ټکې کېږدي اوموږ په دې لاره کې ورسره مرسته کوو .