امنیت

په تيرو ديارلسوکلونوکې ديارلس زره اووه سوه تنه افغان پوځيان شهيدان شوي دي. امنيتي کارپوهان: د وژل شويو وسله والومخالفينو شمېر د دولت د شهيدانو له شمېرڅخه څو برابره زيات دى.

کابل باختر دکب څوارلسمه :
داسې رپوټونه ترلاسه شوي دي چې ښايي په وروستيو  ديارلسوکلونوکې څه دپاسه ديارلس زره تنه افغان ځوانان د ملي اردو او پوليسو په ليکوکې دملي ارزښتونو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په يوه نوي رپوټ کې چې د افغانستان په حکومت  پورې يوه اړوند مرکزله خوا خپور شوى دى؛ د دې څرګندوى دى چې په تيرو ديارلسو کلونوکې څه دپاسه ديارلس زره اووه سوه تنه افغان ځوانان چې درې زره پنځه سوه شپږ څلويښت تنه دملي اردو سرتيري اوشپږ زره اته سوه تنه دملي پوليسو منسوبين پکې شامل دي؛ د مخامخو جګړو، په هيوادکې د ناامنيو، له صادر شوي تروريزم سره دمبارزې او له بهرنيو ډار اچوونکو سره دجګړو په بهير کې او په هيوادکې د سولې او ثبات د اعاده کولو په خاطر شهيدان شوي دي.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مرستيال دولت وزيري وايي: په ١٣٨٢ کال کې دملي اردو نهه تنه منسوبين، په ١٣٨٣ کال کې يو پنځوس تنه، په ١٣٨٤کال کې يوسلو څلويښت تنه، په ١٣٨٥کال کې دوه سوه پنځوس تنه، په ١٣٨٦ کال کې درې سوه پنځه ويشت تنه ، په ١٣٨٧ کال کې درې سوه اتيا تنه، په ١٣٨٨ کال کې څلور سوه شپږ تنه، په ١٣٨٩ کال کې اووه سوه نهه شپيته تنه، په ١٣٩٠ کال کې ٨٤٠ تنه  ، په ١٣٩١ کال کې  دملي اردو ١١٧٠ تنه منسوبين دملي ارزښتونو ددفاع او د تروريزم او ډار اچونې له عواملو سره دمقابلې په لاره کې شهيدان شوي دي .
ويل کيږي دپوليسو دځواکونو دسرزيان چې دقانون دتنفيذ دنده په غاړه لري او په عمده توګه دامنيت دتامينولو په مقصد په ډيرو سختو شرايطوکې او دهيواد په ډيرو لرې پرتو سيموکې دنده ترسره کوي؛ دملي اردو دځواکونو دسردزيان له شمير څخه لوړ دى .
دامنيتي چارو يو کارپوه چې نه غواړي نوم يې واخستل شي؛ وايي چې دپوليسو دسردزيان شميرپه دې دليل لوړ دى چې هغوى د مناسبې زده کړې په نشتوالى د تجهيزاتو او د پرسونل په کمښت کې په ډيرو سختو اوپيچلو شرايطوکې له دښمن سره مقابله کوي او د تروريزم له عواملو سره په مامخه جګړه کې دي.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي وروستى رپوټ  نه تاييدوي او نه يې ردوي. بلکې وايي چې دغه وزارت د وړاندې شويو شمېرنو په باب تحقيق کوي چې په وروستيو ديارلسوکلونوکې د پوليسو دسردزيان دقيق شمېر پيدا کړي.
صديقي په خپله په دې ټکى باندې ټينګار کوي چې په وروستيو مياشتوکې د پوليسو د سر د زيان شمېرکم شوى دى.
ده وروستۍ  پنځه مياشتې هغه مياشتې وبللې چې دپوليسو دسردزيان شمير پکې کم شوى دى. آن داسې مياشتې پکې شته چې پوليسو ته هيڅ زيان پکې نه دى اوښتى.
  سياسي کارپوهان په وروستيو ديارلسوکلونوکې دافغان امنيتي بنسټونو د سر د زيان د شمېر پړاويز زياتوالي د تروريستانو له خوا په واټونوکې په ماين ښخولو زيات ډډې لګول بولي يعنې هغوى په پوستو بريدونه کم کړي دي او د ماينونو ښخولو ته يې زياته مخه کړې ده .
دوى په دې حرکت سره د دې تر څنګ يې امنيتي ځواکونو ته يې د سر زيان  اړولى دى؛  ملکي وګړو ته يې څو برابره زيات  زيان اړولى دى .
دغه راز کارپوهان د وسله والو مخالفينو د سر د زيان شمېر له دولتي ځواکونو څخه څو برابره زيات بولي. ځکه ډيرکم ليدل شوى دى چې کوم وسله وال مخالف په دې بريالي شوي دي چې د دولتي ځواکونو له چاڼيزو عملياتو وروسته ځان ژوندى او يا سالم د عملياتو له ساحې څخه ايستي  وي.  د دولتي ځواکونو په عملياتوکې اصلي زيانمن د دولت وسله وال مخالفين او د هغوى بهرني ملاتړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته