امنیت

په تيرو دريو مياشتو کې په بلخ کې دسوځيدنې له امله اووه تنه وفات شوي دي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
په وروستيو دريو مياشتو کې څه ناڅه  پنځه سوه تنه دسوځيدنې له امله دمزارشريف روغتون ته  راوړل شوي دي چې له دې جملې څخه  اووه تنه يې وفات شوي دي .
دبلخ دروغتون  دپلاستکي جراحۍ اوسوځيدنې دڅانګې مسوول وايي  چې درې  ميرمنې ، درې ماشومان اويو نارينه  دسختې سوځيدنې له امله وفات شوي دي .
دبلخ دجراحۍ روغتون مسوول محمدظاهر احمدآبادي باخترآژانس ته وويل ؛   له بخاريو ، اوتو ، دګازو له بالون  ، آبګرمۍ ، ګازي منقلونو  اوپه صندلۍ کې له سکرو څخه ناسمه استفاده   دسوځيدنې دپيښو درامنځته کيدو سبب شوي دي  .
احمدي آبادي وويل په دريو مياشتو کې  ٤٧١ تنو ناروغانو مراجعه کړې ده  چې له دې جملې څخه  ١٧٧ تنه يې بسترشوي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته